د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د زابل ولایت په مېزاني ولسوالۍ کي ئې يوه ښځه او سړۍ په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې د کور څخه د تېښتي په تور ۳۹ -۳۹ دورې وهلي او څلور څخه تر پنځو کلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.