د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په کابل ولايت کي ئې يو کس د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه کس ئې ۳۹ دورې وهلی او يو کال او شپږ مياشتي ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
دا په داسي حال کي ده، چي د ط..البانو له خوا په‌عام محضر کي بدني سزاوي ورځ تر بلي زياتېږي.