د ط..البانو تر واک لاندي له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د سې شنبې په ورځ ويلي

د ط..البانو تر واک لاندي له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د سې شنبې په ورځ ويلي، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کي د زيات اورښت او سېلابونو له امله ۱۴ کسان وژل سوي او ۱۷ تنه نور ټپيان سوي دي.
د يادي ادارې په وينا چي د یادو سېلابونو له امله ۴۷۶ کورونه، ۱۴۲۳ جریبه زراعتي مځکه او ۱۱۵ وني هم تخریب سوي دي.
بايد وويل سي، چي تر دې مخکي هم يادي ادارې ويلي و، چي په افغانستان کي د وروستيو اورښتونو له امله ۷۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.