د ط..البانو تر واک لاندي ملي تلوېزيون راپور ورکړی چي هند په نوي دهلي کي د افغانستان سفارت چاري ط..البانو ته سپارلي دي

د ط..البانو تر واک لاندي ملي تلوېزيون راپور ورکړی چي هند په نوي دهلي کي د افغانستان سفارت چاري ط..البانو ته سپارلي دي.
نور احمد نور، چي ط..البانو هند ته د خپل استازي په توګه ټاکلی، د سفارت په ودانۍ کي له افغان سوداګرو او د کاروبار له مشرانو سره لیدلي دي.
دا لیدنه هغه وخت سوې چي نور احمد نور څو ورځي مخکي نوي دهلي ته د سفارت د لنډمهاله مشر په توګه تللی.

ویل سوي چي نوموړي تر دې وړاندي د هند د بهرنیو چارو وزارت له یوه لوړپوړي چارواکي سره هم خبري کړي دي.
په دغو خبرو کي د ویزو ستونزي او د هند میشتو افغانانو مشکلات یاد سوي دي.
که څه هم هند تر اوسه د ط..البانو حکومت په رسمیت نه دئ پېژندلی، خو د خپلو ګټو له پاره ئې له ط..البانو سره محدود تماسونه ساتلي دي.

هند په کابل کي د خپل تخنیکي دفتر له لارې بشري مرستي، تجارت او امنیتي مسایلو کي همکاري پراخه کړې ده.