د ط..البانو حکومت پاکستان ته د افغان کډوالو د احتمالي لېږد په اړه د امریکا پر پلان اندېښنه ښودلې او له واشنګټن ئې غوښتي

د ط..البانو حکومت پاکستان ته د افغان کډوالو د احتمالي لېږد په اړه د امریکا پر پلان اندېښنه ښودلې او له واشنګټن ئې غوښتي، چي د دغو کډوالو د برخلیک په ټاکلو کي د هغوی حقونو او انساني کرامت ته درناوی وکړي.
د ط..البانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کي ویلي، د افغان وګړو د برخلیک په اړه باید له اړوندو لورو سره په همغږۍ پرېکړه وسي او د هغوی مشروع غوښتني په پام کي ونیول سي.
دغه وزارت له سیمه‌ییزو هیوادونو هم غوښتي، چي د نورو هیوادونو د وګړو د برخلیک په اړه له معاملې ډډه وکړي او بشري اصول مراعات کړي.

ط..البانو ویلي، د افغان کډوالو د خوندي او په خپله خوښه بېرته ستنېدو له پاره همکارۍ ته چمتو دي.
دا په داسي حال کي ده، چي نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چي د امریکا حکومت غواړي تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال له دغه هیواده پاکستان ته ولېږدوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *