د ط..البانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې راپور ورکړی

د ط..البانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې راپور ورکړی، چي د ۱۴۰۴ کال د مرغومي میاشتي په ترڅ کي په ټول هیواد کي ۱۱ زره او ۴۶۰ کسانو ته د زېږون‌کارټونو وېش ترسره سوی دئ.
د‌ يادي ادارې د معلوماتو له مخي، له دې شمېر څخه ۸ زره او ۱۸ کارټونه د لویانو او ۳ زره او ۴۴۲ کارټونه د ماشومانو له پاره ورکړل سوي دي.
د چارواکو په وینا، د زېږون‌کارټونو وېش د احصایوي معلوماتو د دقیق ثبت او د خلګو د خدماتو د اسانتیا له پاره خورا مهم دئ او دا پروسه په هیواد کي په دوامداره توګه روانه ده.