د ط..البانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په يوه نشر سوې اعلاميه کي ويلي، چي د حج د مقدسي فريضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د لېږد بهير د جمعې په ورځ پيل سوی دئ.
په دغه اعلامیه کي ويل سوي، چي سږ کال به د افغانستان څخه شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجيان سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د ط..البانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دغه راز وايي چي د افغان حاجيانو د لېږد مسئولیت د اريانا افغان او کام اير هوايي شرکتونو په غاړه دئ.