د ط..البانو د استخباراتو ریاست په یوه مکتوب کي ویلي

د ط..البانو د استخباراتو ریاست په یوه مکتوب کي ویلي، چي د زابل ولایت له پاره د ط..البانو پخوانی مرستیال ملا جمعه خان فاتح، چي د بدخشان ولایت په یوه ولسوالۍ کي له تسلیمېدو وروسته کابل ته انتقال سوی، اوس د ط..البانو د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په کور کي ساتل کېږي.
په دغه مکتوب کي ويل سوي، چي جمعه خان فاتح تر اوسه د نورو تحقیقاتو له پاره اړوندو ادارو ته نه دئ سپارل سوی.
په مکتوب کي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ویل سوي، چي نوموړی ښايي د یاد کور له لاري د تېښتي یا بل ځای ته د انتقال هڅه وکړي.

په دغه مکتوب کي غوښتنه سوې، چي د جمعه خان فاتح د ساتني له پاره دي د هغه د اوسېدو د کور په شاوخوا او د تګ راتګ په لارو کي دوې مجهزي امنیتي ډلي وګومارل سي، ترڅو د نوموړي د احتمالي تېښتي او یا بل ځای ته د لېږد مخه ونیول سي.