د ط..البانو د امرب.المعروف ادارې د دولتي پوهنتونونو تر څنګ خصوصي پوهنتونونو او ښوونيزو ادارو ته هم امر کړی، چي ټول محصلان بايد ږيره ولري او خولۍ پر سر کړي.
هغوی خصوصي پوهنتونونو او ښوونيزو ادارو ته په لېږل سوې خبرتیا کي ويلي، چي دريشي کول او نيکټايي تړل منع دي او که هر څوک ور سره ونيول سي بيا د شکايت حق نه لري.
په ورته وخت کي يو شمېر محصلانو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي ټولګۍ ته ترتګ مخکي خولۍکتل کېږي که د چا خولۍ پر سر نه وي ټولګۍ ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.