د ط..البانو د بهرنيو چارو وزارت په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د کويټ هيواد د بېلابېلو زندانونو څخه ۲۰ تنه د افغان کډوالو بنديان د بند خونو څخه ازاد سوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغانان د فلای دوبی هوايي شرکت له خوا لومړی دوبی او وروسته کابل ته انتقال سوي دي.
د ط.. البانو دغه وزارت ويلي، چي دغه افغانان ئې په کويټ هيواد کي د ط.. البانو د سفارت په هڅو د زندان څخه خلاص کړي.