د ط..البانو د دفاع وزارت اعلان کړی

د ط..البانو د دفاع وزارت اعلان کړی، چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستو هیوادونو په منځګړيتوب سوی اوربند د ط..البانو له خوا لا هم پر ځای دئ؛ خو داسي راپورونه ئې تر لاسه کړي چي پاکستان اوربند مات کړی.
د ياد وزارت په وينا د ډیورنډ پر فرضي کرښي د پاکستان پوځ اوربند مات کړی، چي له امله ئې ولسي خلګو ته مرګ ژوبله اړولې ده‌.
دغه وزارت ويلي، چي د کوچني اختر په لومړۍ ورځ هم د پاکستان پوځ په بریدونو کي ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ط..البانو دفاع وزارت ټینګار کړی، چي که دا وضعیت همداسي دوام وکړي، نو اوربند به خپل ارزښت له لاسه ورکړي او اړ به سي چي د هیواد د دفاع له پاره جدي اقدام وکړي.