د ط..البانو د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط..البانو د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په کندهار ولايت کي ئې د پاکستاني ځواکونو سره په وروستۍ نښته کي د پاکستاني ځواکونو ۷ پوستې په مکمل ډول له منځه وړي دي.
په خبرپاڼه کي دغه راز ادعا سوې، چي د يادو عملياتو پر مهال ئې د پاکستان يو شمېر ځواکونه وژلي او ټپيان کړي دي.
د ط..البانو د دفاع وزارت دغه راز ويلي، چي د پاکستان د پوځ څخه ئې په ياده جګړه کي يو شمېر وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.

هېره دي نه وي، چي د پاکستان حکومت تراوسه پوري د ط..البانو د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.