د ط..البانو د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي د سې شنبې په ورځ په کابل کي د يوه خبري کنفرانس پر مهال خبريالانو

د ط..البانو د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي د سې شنبې په ورځ په کابل کي د يوه خبري کنفرانس پر مهال خبريالانو ته ويلي دي، چي د پاکستان سره په روانه جګړه کي تر اوسه پوري ۲۸ ط..البان وژل سوي او ۴۲ نور ټپيان دي.
تر دې مخکي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم په خپل راپور کي ويلي و، چي د پاکستان سره د پنځه ورځنۍ جګړې پر مهال په افغانستان کي ۱۴۲ ولسي خلګ وژل سوي او ۱۰۴ نور ټپيان دي.