د ط.. البانو د دفاع وزير م.لايعقوب م.جاهد په خپل تازه مرکه کي ويلي

د ط.. البانو د دفاع وزير م.لايعقوب م.جاهد په خپل تازه مرکه کي ويلي، چي د افغانستان د دفاع له پاره د پاکستان سره د اوږدې جګړې له پاره چمتو دئ.
د هغه په وينا چي پاکستان د تحريک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي) موضوع بهانه نيولې؛ خو اصلي خبره ئې پر ډيورنډ فرضي کرښي ده، چي دا ارمان به ئې هيڅکله پوره نسي.
م.لايعقوب ويلي که پاکستان کابل په نښه کوي، ځواب به ئې اسلام اباد ته څو ځله ورکول کېږي او د افغانستان غچ به نه پاته کېږي.

هغه دغه څرګندوني پرداسي مهال کړي، چي په دې وروستيو کي ط..البان او پاکستان د ډيورنډ فرضي کرښي په اوږدو کي يو پر بل بريدونه کوي؛ چي ډېر وخت ئې زيان ولسي افغانان ويني.