د ط..البانو د عامي روغتيا وزارت اړوند د پوليو څخه د پاک افغانستان په نوم پاڼي د چهارشنبې په ورځ په رسمي ډول اعلان کړی

د ط..البانو د عامي روغتيا وزارت اړوند د پوليو څخه د پاک افغانستان په نوم پاڼي د چهارشنبې په ورځ په رسمي ډول اعلان کړی، چي په راتلوونکې اوونۍ کي د افغانستان په ډېر ولايتونو کي د پوليو د واکسين کمپاين پيلېږي.
دغي پاڼي ليکلي، چي د راتلوونکي دوشنبې په ورځ د سلواغې د مياشتي پر ۱۳ مي نېټې به په ټول افغانستان کي د پوليو درې ورځنی کمپاين پيل سي، چي له مخي به ئې ټول هغه کوچنيان واکسين کړل، چي عمر ئې تر پنځو کلنو کم وي.
بايد وويل سي، چي په ۲۰۲۶ ميلادي کال کي دا لومړی د پوليو د واکسين کمپاين دئ، چي د افغانستان په کچه به تر سره سي.