د ط..البانو د‌ عامي روغتیا وزارت وايي، چي نن دوشنبه د افغانستان په ډېرو ولايتونو کي د پوليو واکسين پيل سوی

د ط..البانو د‌ عامي روغتیا وزارت وايي، چي نن دوشنبه د افغانستان په ډېرو ولايتونو کي د پوليو واکسين پيل سوی.
دغه وزارت ويلي، چي په ياد درې ورځني کمپاين کي به ټول هغه ماشومان واکسين کړل سي، چي عمر ئې تر پنځو کلنو کم وي.
هغوی د ټولو والدينو غوښتي چي خپل تر پنځو کلنو کم ماشومانو ته واکسين ورکړي.

بايد وويل سي، چي تېر کال په افغانستان کي د ګوزڼ شپږ مثبتي پېښي ثبت سوي وې.