د ط..البانو د عامي روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي

د ط..البانو د عامي روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، چي په تېر یو کال کي په کابل او د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي شاوخوا ۱۲۹۰ ټنه تر وخت تېر، غیرمعیاري، غیرقانوني درمل، خوراکي مواد او روغتیايي محصولات راټول او له منځه وړل سوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه توکي د عامي روغتیا وزارت د څارني د ټیمونو له لوري له بازارونو او درملتونونو څخه راټول سوي او وروسته د خلګو د روغتیا د خوندیتوب له پاره له منځه وړل سوي.
چارواکي وایي چي د خلګو د روغتیا د ساتني له پاره به د درملو او خوراکي توکو پر کیفیت څارنه نوره هم زياته کړي.