د ط..البانو د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي د يکشنبې په ورځ رسنيو ته ویلي چي د خوست په اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ کي ئې۱۲۵۰۰ جریبه ځمکه دولتي پېژندلې.
د نوموړي په وینا، دغه ځمکه د اختصاصي محکمې له لوري له بررسۍ وروسته دولتي تثبیت سوې ده. رسولي د دې موضوع په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
تر دې وړاندي په کابل کي هم ط..البانو د یو شمېر ښارګوټو ځمکي دولتي اعلان کړي وې.