د کندز ولایت د ط.البانو د امر بالمعروف ریاست ویلي چي مشهور سندرغاړی فيروز کندزی یې د موسیقي ږغولو په تور نيولی دی

د کندز ولایت د ط.البانو د امر بالمعروف ریاست ویلي چي مشهور سندرغاړی فيروز کندزی یې د موسیقي ږغولو په تور نيولی دی.
د یاد ریاست په خبره چي نوموړی یې په کندز ولايت کي د یو محلي پروګرام پر مهال نيولی دی.
یاد ریاست زیاته کړې چي نوموړی به د موسيقي د بندولو اړوند د لازمو سپارښتنو وروسته خوشي سي.