اروپايي ټولني په یوه تازه راپور کي ویلي چي د رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب لا هم یوه لویه ننګونه ده او یوازي په ۲۰۲۵ کال

اروپايي ټولني په یوه تازه راپور کي ویلي چي د رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب لا هم یوه لویه ننګونه ده او یوازي په ۲۰۲۵ کال کي په نړۍواله کچه ۱۲۹ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.
د مطبوعاتو د ازادۍ د نړۍوالي ورځي په مناسبت په خپاره سوي دغه راپور کي راغلي چي له ۱۹۹۳ کال راهیسي د وژل سوو رسنیزو فعالانو ټولیز شمېر ۱۹۲۲ تنو ته رسېدلی، چي دا ارقام د بیان د ازادۍ پر وړاندي د موجودو جدي امنیتي ګواښونو څرګندونه کوي.
یادي ټولني د رسنيو ازادي او بېلابېلې رسنۍ د ولسواکۍ (ډیموکراسۍ) حیاتي ستني بللي او ټینګار ئې کړی چي د خبریالانو له خوندیتوب او د هغوی له مسلکي خپلواکۍ پرته د ریښتیني ولسواک نظام رامنځ ته کېدل ممکن نه دي.