د ط..البانو د لوړو زده‌کړو وزارت د ایران سره د علمي همکاریو د پراخولو غوښتنه کړې

د ط..البانو د لوړو زده‌کړو وزارت د ایران سره د علمي همکاریو د پراخولو غوښتنه کړې، خو یو شمېر شنونکي وايي چي دا ډول ژمني به هغه وخت عملي پایله ولري چي د دواړو هیوادونو ترمنځ تعلیمي اړیکي له سیاسي اغېزو لېري او په عملي پروګرامونو بدلي سي.
د ط..البانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په کابل کي د ایران د سفارت له سرپرست علي‌رضا بیکدلي سره په لیدنه کي ویلي، افغانستان او ایران د ګډو ګټو او ګاونډیتوب له امله دوامدار تعامل او همکارۍ ته اړتیا لري.
نوموړي د پوهنتونونو ترمنځ د علمي تجربو، څېړنو او اکاډمیکو همکاریو پر زیاتېدو هم ټینګار کړی دئ.

په ورته وخت کي د ایران د سفارت سرپرست ویلي، تهران چمتو دئ چي د لوړو زده‌کړو له وزارت سره د تحصیلي اړیکو د پراخولو او د علمي تجربو د تبادلې په برخه کي همکاري وکړي.
هغه د ایران په اړه د ط..البانو دریځ هم مثبت بللی دئ.
خو د لوړو زده‌کړو د برخي یو شمېر کارپوهان باور لري، چي یوازې د همکاریو اعلانونه د افغانستان د لوړو زده‌کړو ستونزي نه سي هوارولای. د دوی په اند، تر هغو چي د استادانو، محصلانو او ګډو څېړنیزو پروګرامونو له پاره عملي میکانېزمونه رامنځته نه سي، نړۍوالي علمي اړیکي پراخي نه سي او افغان مېرمنو ته د زده کړو او کار زمينه برابره نه سي دا ډول لیدني به تر ډېره د سیاسي او تشریفاتي غونډو بڼه ولري.