د ط..البانو د مهاجرینو د ستونزو د حل کمیسیون د يکشنبې په ورځ خبر ورکړی، چي پرون د شنبې په ورځ

د ط..البانو د مهاجرینو د ستونزو د حل کمیسیون د يکشنبې په ورځ خبر ورکړی، چي پرون د شنبې په ورځ، له پاکستان او ایران ۲۷۱۸ افغان مهاجرین چي ۵۹۵ کورنۍ کېږي اخراج سوي او خپل هیواد ته راستانه سوي دي.
د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخي ۴۱۰ کورنۍ د تورخم له لاري،۵۳ کورنۍ د سپین‌بولدک له لاري او ۸ کورنۍ د بهرامچې له پاکستان څخه افغانستان ته داخلي سوي دي.
همداراز، ۳ کورنۍ د اسلام‌ کلا او ۱۷ کورنۍ د ابریشم پله د لاري له ایران څخه اخراج او افغانستان ته راغلي.