د ط..البانو د هوا پېژندني ادارې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په ۳۳ ولايتونو کي د بارانونو

د ط..البانو د هوا پېژندني ادارې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په ۳۳ ولايتونو کي د بارانونو، سېلابونو او تېز باران اټکل کړی دئ.
يادي ادارې ويلي، چي د بدخشان ولايت څخه پرته نن چهارشنبه به په ټول افغانستان کي باران وي.
د دغي ادارې په وينا د باران اندازه به په بېلابېلو سیمو کي له ۱۰ څخه تر ۵۰ ملي متره او د باد تېزوالی به په لوېدیځو، سويلي او سويل ختیځو ولایتونو کي له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کي وي.

بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د بارانونو او سېلابونو له امله زیاتو کسانو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دئ.