د سمنګان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې، خبرپاڼه کي ويل سوي

د سمنګان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې، خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په فیروز نخچير ولسوالۍ کي د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله درې کسان وژل سوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه سېلابونو کي د يوې ښځي په ګډون دوه ماشومان وژل سوي.
د خبرپاڼي په حواله چي په دغه ولسوالۍ کي سلګونه جريبه زراعتي ځمکه هم ويجاړه سوې ده. د ط..البانو د هوا پېژندني ادارې د ياد ولايت د ټولو اوسېدونکو څخه غوښتي، چي احتياطي تدابیر دي ونيسي او د اړتيا په صورت کي دي، د يادي ادارې خبرتياوي تعقيب کړي.