ټرمپ نیویارک پوسټ ته: د ایران جګړه به ډېر دوام ونه کړي، څوک چي له هرمز تنګي ګټه خوري؛ پخپله دې خلاص کړي

ټرمپ نیویارک پوسټ ته: د ایران جګړه به ډېر دوام ونه کړي، څوک چي له هرمز تنګي ګټه خوري؛ پخپله دې خلاص کړي!
ټرمپ د نیویارک پوسټ ورځپاڼي ته په مرکه کي ویلي چي د ایران پر ضد روانه جګړه به ډېر دوام ونه کړي او ژر به پای ته ورسېږي. نوموړي وویل چي امریکا به ډېر وخت په سیمه کي پاته نه سي.
ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کي وویل: «موږ به ډېر وخت هلته نه یو، خو اوس هم کار پاته دی چي د ایران پاته بریدیز توان له منځه یوسو.»

دا څرګندوني وروسته له هغه وسوې چي د اصفهان شاوخوا د لویو چاودنو ویډیوګاني خپرې سوې؛ هغه سیمه چي د ایران مهم اټومي تاسیسات پکښي موقعیت لري. ټرمپ د دغو بریدونو په اړه وویل چي «دا بشپړه تباهي ده» او زیاته یې کړه چي لا هم عملیات روان دي.
د هرمز تنګي په اړه ناندیز دریځ
ټرمپ وویل چي د هرمز موضوع به د امریکا تر وتلو وروسته خپله حل سي. د هغه په وینا، هغه هېوادونه چي له دې لارې ګټه اخلي، کولای سي خپله دا تنګی بېرته پرانیزي.

هغه وویل: «زما په نظر، دا به پخپله خلاص سي. موږ هغه هېواد له منځه وړی، نور ځواک نه لري، پرېږدئ نور هېوادونه چي له دې لارې ګټه اخلي، پخپله دا کار وکړي.»
ټرمپ ټینګار وکړ چي د امریکا اساسي هدف دا وو چي ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي. د هغه په وینا، دغه هدف ته رسېدلي او د ایران اټومي وړتیا یې له منځه وړې ده.
هغه همداراز ادعا وکړه چي اوس امریکا له پخوا سره توپیر لرونکي مشرتابه سره مخ ده او وضعیت بدل سوی دی.

ټرمپ پر خپلو متحدینو نیوکه وکړه چي د هرمز د پرانېستلو لپاره یې کافي همکاري نه ده کړې او د ګډ سمندري ځواک په جوړولو کي یې پوره برخه نه ده اخیستې.
دا څرګندوني په داسي وخت کي کېږي چي جګړه لا هم روانه ده او سیمه له سختو پوځي او اقتصادي فشارونو سره مخ ده. که څه هم ټرمپ د جګړې د ژر پای ته رسېدو خبره کوي، خو په میدان کي لا هم د تاوتریخوالي د کمېدو ښکاره نښې نه تر سترګو کېږي.