د پاکستان په يو شمېر پوهنتونونو کي افغان محصلان وايي

د پاکستان په يو شمېر پوهنتونونو کي افغان محصلان وايي، چي د پوهنتون رسمي داخلې او د پي او ار کارټونه لري؛ خو د پاکستان پوليس ئې نيسي بندي کوي او يو شمېر محصلان ئې په جبري ډول افغانستان ته اخراج کړي.
د يادو محصلانو په وينا چي د پوليسو د نيولو د ګواښ له امله اوس دوی پوهنتون ته نه ځي او زده کړي ئې د خطر سره مخ دي.
دغه محصلان وايي، چي د پوهنتون ادارې ته ئې فيس هم ورکړی؛ خو بياهم د جبري ايستلو د خطر سره مخ دي.

هغوی د پاکستان د حکومت څخه غوښتي، چي د زده کړو اجازه ورکړي.