د ط..البانو د پېښو پر وړاندي د مبارزې د چمتووالي ادارې ویلي، چي د روان میلادي کال له پیله تر اوسه په افغانستان کي د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه سوي او ۱۶۳۴ نور ټپیان سوي دي.
د دغي ادارې د معلوماتو له مخي، په همدې موده کي نژدې ۴۵ زره کورنۍ هم د طبیعي پېښو له امله زیانمني سوي دي.
په دغو پېښو کي سېلابونه، زلزلې، سخت ورښتونه او نور طبیعي ناورینونه شامل دي.
د یادوني وړ ده، چي افغانستان د طبیعي پېښو له لوړ خطر سره مخ هیواد دئ او هر کال د دغو پېښو له امله ګڼ شمېر خلګ خپل ژوند له لاسه ورکوي، ټپیان کېږي او له مالي زیانونو سره مخ کېږي.