د ط.. البانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د تېر لمریز کال پر مهال ئې له یو شمېر کورنیو شرکتونو سره د کانونو د استخراج ۱۰۹ قراردادونه لاسلیک کړي دي.
د ياد وزارت په وينا چي د ټولو دغو تړونونو مالي ارزښت له ۱۰.۲ میلیارده افغانیو څخه زیات دئ.
بلخوا، اقتصادي او چاپېریالي کارپوهان خبرداری ورکوي، چي که د کانونو استخراج له علمي او قانوني معیارونو پرته په چټکۍ ترسره سي، د هیواد طبیعي زیرمو ته به نه جبرانېدونکی زیان واوړي.
د هغوی په وینا، د کانونو چټک استخراج د کانونو د ژر ختمېدو، د چاپېریال د ککړتیا، د اوبو د سرچینو د زیانمنېدو او د راتلونکو نسلونو د ملي شتمنیو د کمېدو لامل کېدای سي.