د ط.. البانو د کورنيو چارو د وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط.. البانو د کورنيو چارو د وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ولايت کي ئې درې کسان د يوه کس د قتل په تور نیولي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د هرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ کي ئې د يو وژل سوي کس د جسد تر موندلو وروسته د ياد کس د وژني په تور درې کسان نيولي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په نيول سوو کسانو کي يوه د وژل سوي کس مېرمن هم شامله ده.

د خبرپاڼي په حواله چي نيول سوو کسانو په لومړنيو څېړنو کي په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دئ.