د ط.. البانو د کورنيو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی، چي په کندهار ولایت کي ئې ۱۳ زره کيلوګرامه نشه يي توکي او ۸۰ زره د نشې ګولۍ سوځولي دي.
د ياد وزارت په خبره چي دغه نشه يي توکي ئې په کندهار ښار او ولسواليو کي د ځانګړو عملياتو پر مهال تر لاسه کړي.
دغه وزارت ويلي، چي ياد نشه يي توکي ئې د م.لاهب.ت الله د فرمانونو د ښه تطبيق په موخه سوځولي دي.