د ط..البانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی

د ط..البانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي نن دوشنبه له کابل پرته د هیواد په ټولو ولایتونو کي د راسته لاس موټرو د ثبت او سټېکر لګولو بهیر پیلوي.
د دغه وزارت په خبره چي د موټرو څښتنان د یوې اوونۍ په موده کي کولای سي خپل وسایط د خپلي خوښي ولایت ته ولېږدوي او هلته ئې د ثبت چاري بشپړي کړي.
ياد وزارت خبرداری ورکړی، چي د ټاکلي مودې له پای ته رسېدو وروسته به د یوه ولایت سټېکر لرونکي یا بې‌سټېکره موټر بل ولایت ته د لېږد اجازه ونه لري.

سرچینه زیاتوي، هغه کسان چي له دې پرېکړي سرغړونه وکړي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *