د ط..البانو د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ويلي، چي په احمد شاه بابا نړۍوال هوايي ډګر کي ئې هغه ۱۵۹ تاریخي سکې نیولي دي، چي یوه کس غوښتل له هیواده بهر ئې ولېږدوي.
د وزارت په خبره، دغه سکې د غازي امان الله خان، نادر شاه او محمد ظاهر شاه د واکمنۍ د دورو دي او نیول سوی کس به له سکو سره عدلي او اړوندو ادارو ته وسپارل سي.