آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی

آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی، چي د لیندۍ د میاشتي له لومړۍ نېټې به له کندهار څخه دوبۍ ته او له دوبۍ څخه کندهار ته مستقیمي الوتني پيل کړي.
د دغه شرکت په خبره، د دې الوتنو په پیلېدو سره به د کندهار اوسېدونکي او سوداګر په اسانۍ دوبۍ ته سفر وکړای سي او د دواړو هیوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ او پانګوني له پاره هم زمینه برابره سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *