د روغتیا نړۍوال سازمان د شکري ناروغۍ د نړۍوالي ورځي په مناسبت ويلي

د روغتیا نړۍوال سازمان د شکري ناروغۍ د نړۍوالي ورځي په مناسبت ويلي، چي د شکري ناروغي په افغانستان کي په یوې جدي روغتیايي ستونزي بدله سوې او ډېری کسان هغه مهال له خپلي ناروغۍ څخه خبرېږي، چي روغتیايي حالت ئې خراب سي.
په افغانستان کي د دغه سازمان استازي ادوین سینیزا سلوادور له خلګو غوښتي، چي په ځانګړي ډول له ۴۰ کلنۍ پورته کسان دي په روغتیايي مرکزونو کي د خپلي ویني د شکر کچه وازمويي.
نوموړي ویلي، په افغانستان کي د هرو ۲۰ دولتي روغتیايي مرکزونو یوازي یو ئې د شکري ناروغۍ د تشخیص اسانتیاوي لري.

د شکري نړۍوال فدراسیون د شمېرو له مخي، اوس مهال په افغانستان کي شاوخوا یو میلیون او ۹۳۰ زره لویان د شکري په ناروغۍ اخته دي، چي نژدې ۷۱ سلنه ئې له خپلي ناروغۍ څخه خبر نه دي.
د دغه فدراسیون د اټکل له مخي، که اوسنی وضعیت دوام وکړي، تر ۲۰۵۰ کال پوري به په افغانستان کي د شکري ناروغانو شمېر نژدې څلور میلیونه او ۷۶۰ زرو ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *