د ط..البانو د‌ کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د‌ پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط..البانو د‌ کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د‌ پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په روانه اوونۍ کي د پاکستان د بېلابېلو زندانو څخه ۵۰ تنه افغان کډوال ازاد سوي او د کندهار د سپين بولدک د لاري خپل هيواد ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه د افغان کډوال زندانيان د يوې ورځي څخه تر دوو مياشتو پوري د پاکستان په زندانو کي بنديان وو، چي تر ازادېدو وروسته خپل هيواد ته راغلي.
دا په داسي حال کي ده چي تېره ورځ ۷۴۵ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان دولت په زوره شړلي او افغانستان ته راغلي دي.