د تاجکستان د ملي امنیت ادارې ويلي چي د افغانستان سره پر پوله ئې د وسله والو ترهګرو سره جګړه کړې.
يادي ادارې ويلي، چي په دې نښته کي د یوې ترهګریزي ډلي درې غړي او د تاجکستان دوه سرحدي سرتېري وژل سوي دي.
د يادي ادارې په وینا، یاده نښته هغه مهال رامنځ ته سوې چي وسلهوالو هڅه کول له پولي واوړي او تاجکستان ته داخل سي.
د تاجکستان امنیتي ځواکونو ويلو، د سرحدي سیمو امنیتي تدابیر ئې لا پسې ټینګ کړي دي.
بايد وويل سي چي تر اوسه پوري ط..البانو د تاجکستان د حکومت د دغه ادعا په اړه څه نه دي ويلي.