د ترکيې د کډوالو ادارې په خپل يوه تازه راپور کي ويلي دي، چي د ۲۰۲۵ ميلادي کال د پيل څخه بيا د رواني مياشتي تر ۱۸ مي نېټې پوري ئې په دغه هيواد کي ۱۵۲ زره پناه غوښتونکي نيولي چي په غيرقانوني ډول دغه هيواد ته داخل سوي وو.
په راپور کي ويل سوي، چي په دغه نيولو سوو کډوالو کي تر ټولو ډېر افغانان شامل وو، چي تر افغانستان وروسته د سوريې، ازبکستان او ايران اتباع ډېر نيول سوي.
راپور ليکي چي ۴۲۲۰۲ افغانان په تېرو ۱۲ مياشتو کي د ترکيې حکومت نيولي چي په غيرقانوني ډول دغه هيواد ته داخل سوي وو.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ وروسته زيات شمېر افغانان د امنيتي ستونزو او غريبۍ له امله اړ سوي، چي پر سختو او غيرقانوني لارو بهرنيو هيوادونو ته سفر وکړي.