د ط.. البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط.. البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د سې شنبې په ورځ د ايران او پاکستان څخه ۶۸۹ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۶۸۷۲ تنه کېږي افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۴۲۷۲ تنه کډوال د سپين بولدک د لاري، ۶۹۶ تنه افغان کډوال د تورخم د‌ لاري او ۱۲۴ تنه افغان کډوال د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کي ويل سوي چي په همدې ورځ ۲۲۴ افغان کډوال د اسلام کلا د لاري او ۱۷۹ افغان کډوال د وريښمو پله د‌لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.

په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پاکستان څخه دغه افغان کډوال په زور او جبر ايستل سوي او افغانستان ته راغلي دي.