د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د جمعې په ورځ ۸۷۹ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۴۵۹۶ تنه کېږي د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په ياده خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۷۶۶ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري او ۵۶ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي دي.
په خبرپاڼه کي ليکل سوي چي په همدې ورځ د نيمروز د وريښمو پله د لاري ۳۵ کورنۍ او ۲۲ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.