د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي تېره ورځ د ایران او پاکستان څخه ۱۰۰ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۴۶۲ تنه کېږي افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال د کندهار د سپين بولدک، د ننګرهار د تورخم، د نېمروز د وريښمو پله او د هرات ولايت د اسلام کلا د لارو افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي، چي ياد افغان کډوال د پاکستان او ایران دولت په جبري ډول افغانستان ته اخراج کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *