د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بينټ وايي، په افغانستان کي د ط..البانو له خوا لګول سوي محدودیتونو د ځوانانو د زدهکړو، کار موندني او اقتصادي خپلواکۍ پر وړاندي جدي خنډونه رامنځته کړي دي.
نوموړي ویلي، افغان ځوانان نور د زدهکړو د دوام، دندي موندلو، کورنۍ جوړولو او د خپل هیواد د پرمختګ له پاره د ونډي اخيستلو په برخه کي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
بينټ ټینګار کړی، چي د ځوانانو له فعال ګډون پرته په افغانستان کي د تلپاتي سولي او ثبات ټینګښت ناشونی دئ.
هغه زیاته کړې، چي ځوانانو ته باید په زدهکړو، کار، رهبرۍ او ملي پرېکړو کي د ګډون فرصتونه برابر سي.