د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چي د امریکايي ځواکونو پوځي عملیاتو د ایران پوځي وړتیاوي په بشپړ ډول له منځه وړي دي.
ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کي د دغو عملیاتو په اړه ویلي، چي امریکايي ځواکونو د ایران پوځي، سمندري او هوايي ځواکونه او د هوايي دفاع سیستمونه له منځه وړي دي.
نوموړي د خپلو پوځي اقداماتو دفاع کړې او ترسره سوي عملیات ئې د امریکا یوه ستره لاسته راوړنه بللې ده.
بلخوا بيا د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان ويلي، چي ايران د جګړې له لاري نه تسلمېږي؛ خو ريښتني مذاکراتو ته ژمن دئ.