د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، چي د شنبې په ورځ ۲۸۴ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۲۲۰۰ تنه کېږي د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د ياد وزارت په خبره، چي ۱۶۴ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري او ۹۲ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
ياد وزارت وايي چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي دي.
دغه راز په همدې ورځ ۲۳ کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله د لاري او ۵ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.