د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د سې شنبې په ورځ ۴۲۶ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۲۴۶۶ تنه کېږي، د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه ليکي چي ۲۳ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري او ۳۶۸ کورنۍ د تورخم د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
په ياده خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې ورځ ۲۱ کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله او ۱۴ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.