د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يکشنبې په ورځ ۳۰۸ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۱۶۴۷ تنه کېږي د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه ليکي چي ۲۶۱ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري او ۱۲ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي دي.
دغه راز ياده خبرپاڼه ليکي چي په همدې ورځ ۳۶ د افغان کډوالو کورنۍ د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي تر دې يوه ورځ وړاندي ۳۵۰ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي وې.