د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د‌ پنج شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د‌ پنج شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چي د پاکستان د زندانونو څخه په روانه اوونۍ کي ۲۵۵ تنه افغان کډوال ازاد سوي او د کندهار د سپين بولدک دلاري افغانستان ته راغلي.
دغه وزارت ويلي، چي دغه کسانو د يوې ورځي څخه تر دوو مياشتو پوري د پاکستان په زندانونو کي بنديان وو.
بايد وويل سي چي د پاکستان دولت د افغان کډوالو د ايستلو او جبري نيولو لړۍ چټکه کړې ده.