د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسئولينو د پنج شنبې په ورځ ويلي چي د چهار شنبې په ورځ د پاکستان او ايران څخه ۵۹۵ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.
د هغوی په خبره، چي ۵۱۷ کورنۍ د تورخم د لاري او ۳۷ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
د ط..البانو په خبره چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.
دغه راز هغوی زياتوي،چي په ياده ورځ ۱۰ کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله د لاري او ۲۱ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.