د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ویلي دي، چي د سې شنبې په ورځ د ایران او پاکستان څخه ۶۹۳ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۵۷۹ کورنۍ د تورخم دلاري، ۴۶ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري او ۲۶ کورنۍ د هلمند د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.
دغه راز په همدې خبرپاڼه کي ويل سوي چي په ياده ورځ ۲۲ کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله د لاري او ۲۰ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.
بايد وويل سي چي د پاکستان پوليسو خبر ورکړی، چي په بلوچستان کي ئې ۱۷۹ افغان کډوال نيولي چي په پاکستان کي ئې د اوسېدلو قانوني اسناد نه درلودل.