د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د یکشنبې په ورځ ۶۲۳ د افغان کډوالو کورنۍ د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۳۶۷ د افغان کډوالو کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري، ۱۵۲ د تورخم او ۵۳ د افغان کډوالو کورنۍ د‌ هلمند د بهرامچې د‌ لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي او افغانستان ته راغلي دي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کي دغه راز راغلي چي په همدې ورځ ۲۱ د افغان کډوالو کورنۍ د هرات ولايت د اسلام کلا او ۳۰ د افغان کډوالو کورنۍ د نيمروز ولايت د وريښمو پله د لاري د ایران څخه افغانستان ته راغلي.