د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزارت د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ویلي، چي د پنج شنبې په ورځ د ايران او پاکستان څخه ۹۰۶ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۷۷۹ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري او ۶۴ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
دغه وزارت دغه راز ويلي، چي په همدې ورځ ۴۵ د افغان کډوالو کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله د لاري او ۱۸ کورنۍ د هرات ولايت د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په ورته وخت کي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم ویلي، چي هره ورځ زرګونه افغانان پاکستان پرېږدي او افغانستان ته ستنیږي. هغوی له بېسرپناهۍ، روغتیايي ستونزو او شدیدو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي.